ظلم واکي
عنایت اله پویان عنایت اله پویان

 

د ګاونډي هیواد ایرانی شاعر ویلي دي

امروز  روز  خر خري  و خرتازیست

فردا   روز  خر   کشی   و  انتقام   خر

 او د پښتو د خوږې  ژبې  شاعر وایي

د  فلک   له   بیغورۍ   څخه   کوکارې

ډیر سرونه یې کړل خاورو سره خاورې

کوم  چې  سر ؤ، له جرګو څخه  بهر شو

کوم  چې  خر ؤ  ،  عالیجا  او معتبر شو

خر استاد، خر قانون پوه ،  خر مفسر  شو

خر   زعیم   د  ؤلسونو ،  خر  مدبر   شو

د   خرو  ډلې  خردجال  پسې  خوځیږي

خر د  پوهې   په   قلم    کله    پوهیږي

د انسان دوره شوه ختمه  وار د خره  شو

په  سړو باندې د خره  زامن سواره  شو

نن که  دلته په افغان  کې  خر تازي   ده

سبا هلته  سره  جګړه  د  خر  کشی   ده

خدایه! ته زمونږ حافظ شې خر مردار کړې

د  خرو  ډلې  یو  د  بل  پسې په دار کړئ

 

  له هالند څخه

 

 

 

 

 


November 5th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان